د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا او لوګر ولایتونو کې بمبارۍ وسله والو ته مرګژوبله اړولې


د پکتیا چارواکي وايي، د نړیوالو ځواکونو په بمبارۍ کې درې وسله وال وژل شوي دي.

د ولایت له مطبوعاتي دفتره په بېګاني خپور شوي بیان کې راغلي، دا هوايي برید د پنجشنبې پر ورځ د اریوب ځاځیو په ولسوالۍ کې شوې چې پکې د مالیار، خیالي او هارون په نوم وسله وال وژل شوي دي.

بیان دا نه ده روښانه کړې چې وژل شوي د کومې ډلې وسله وال ول.

د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې هم وړمه شپه د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي ول.

بلخوا د لوګر ولایت چارواکو د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۲ وسله والو د وژنې دعوه کړې.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح بېګا مشال راډیو ته وویل، په برکي برک ولسوالۍ کې دوه ورځني عملیات پرون پای ته ورسېدل.

ده وویل، په عملیاتو کې درې وسله وال او د هغوی وسلې هم نیول شوې دي.

صالح وايي، د وسله والو نیول شوی قومندان سباوون نومېږي چې د میدان وردګو اوسېدونکی دی.

دی زیاتوي، نوموړي به د لوګر د کرومایټو له لاریو څخه د ګمرک په نوم پیسې هم ټولولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG