د لاسرسي ځای

تازه خبر

''یوه رایه د هېواد برخه لیک بدلوي''


نن په پاکستان کې په قامي کچ د رای ورکوونکیو ورځ لمانځل کېږي چې موخه يې ولس د رای کارولو پر ارزښت خبرول دي.

د چارشنبې ورځ د دغې ورځې په تړاو یوې غونډې ته په خپله وینا کې د پاکستان ولسمشر ممنون حسين ووېل چې په یوه جمهوري هېواد کې رای ورکوونکي د ملا د تير غوندې حیثيت لري، د ولس د رای بغير د يو ملک تېکنيکي نظام او قانون هېڅ وجود نه لري.

''د ټولنې هر وګړی دې دا ومني چې د هغه د قسمت فيصله يواځې د رای له لارې کېدلی شي نو ځکه د دې لپاره ضروري ده چې د انتخاباتي نظام له شفافه، فعال او تېزولو سره سره دې ماشومانو ته په وړوکتوب کې د رای پر ارزښت پوهه ورکړل شي او د دې لپاره که د تعليمي نصاب نه مرستې اخېستل کېدلای شي نو اخېستل پکار دي.''

پاکستان کې په لومړي ځل په قامي کچه دا ورځ په ۷ ډسمبر ۲۰۱۶م کال کې لمانځل شوې وه، او پر دغه نېټه دا ورځ ځکه لمانځل کېږي چې په دغه هېواد کې پر لومړي ځل ټولټاکنې عام انتخابات د ۱۹۷۰ کال په ۷م ډسمبر شوي ول.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن تر مخه دا وخت په پاکستان کې خوا شا ۹ کروړه پورې رای ورکوونکیواچونکي رجسټرډ دي چې پکې ۵ لکو خوا شا سړي او ۴ لکو پورې ښځې رای ورکوونکیواچونکې شامؒي دي.

د رڼو او ازادو ټولټاکنو د څارنې یوې غېر سرکاري ادارې[فرې اېنډ فيېر الېکشن نېټورک] يو چارواکي ظهير خټک مشال راډيو ته وویل چې ولس په خپلو رایو خپل او د ملک قسمت بدلولی شي

''دا تاثر غلط دی چې ګنې يو کس وايي، زه رایه نه کاروم او زما د رایې هېڅ اهميت نه شته او دا سوچ کوي، که زه رایه وکاروم او که نه نو هېڅ فرق نه پرېوځي خو ګوره زموږ په رایو به يو ځل غلط تن راشي خو که موږ يې هډو استعمال نه کړو نو په بيا بيا به غلط کسان منتخبېږي او حکومت به کوي، دا يوه رایه یا ووټزموږ او د ملک قسمت بدلولی شي.''

د جمهوريت د ودې لپاري کار کونکې غېرسرکاري ادارې د جنوبي ايشياء پارټنرشپ سيمه ايز مشر سکندر زمان وايي چې خلکو ته د خپلې رای اهميت معلومېدل پکار دی.

د ده په وېنا چې له نړۍ سره څنګ په څنګ تللو لپاره به ضروري وي چې ځوان کهول او ښځې د خپلو رایو له اهميته خبر شي او رای اچولو له راووځي.

''په جمهورې عمل کې د ښځو، سړیو او د ځوانانو شموليت د اکسيجن حیثيت لري نو دا رایې اچول ډېر ضروري دي او په دې لړ کې کار کول پکار دي. ټوله ټولنه سړي او ښځې به د دې ملک او معاشرې پر مختګ کې خپل عملي کردار لوبوي نو هله به موږ ترقي کوو.''

دا وخت د پاکستان په ۷۹ ضلعو کې د ښځو رای ورکوونکیو راجسټرولو لپاره هم يو خصوصي مهم پيل کړل شوی دی چې مقصد يې د ښځو او سړیو رای ورکوونکیو ترمينځ د يو کروړ زیاتو رایو توپیر ختمول دي چې دغه ډول ښځې هم د ملک په راتلونکې کې خپله برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG