د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ښځې هم د نارینه وو غوندې د ووټ اچولو حق لري"




د پاکستان انتخاباتو کمیشن چارواکي وايي دوې لګېا دې د راروانو ټولټاکانو لپاره تېاری کوي چې دا رنګ پاکې او سپا ټولټاکنې وشې. خو ځيني سېاسي شننوکو دا پوښتنه راپورته کړې چې په تېرو وختونو کې په مردان او مېانوالې کې د ضمنې ټولټاکنو پر مهال ښځې له ووټ اچولو درول شوې وې او باېد چې د انتخاباتو کمېشن دغه پېښې په نظر کې وساتي اؤ دا ستونزه هم هواره کړي او په راتلونکې کې یې مخه ونیسي.

کله چې د مشال راډېو خبریالې رابعه اکرم ددې پوښتنې ځوابونو لپاره د انتخاباتو کمېشن له یو چارواکي خوشالزاده نه پوښتنه وکړه نو هغه وویل.

،،د انتخاباتو کمېشن نر و ښځو دواړو ته د ووټ برابر حقوق ورکړي دي او په دې باب مختلف غېر سرکاري ادارې هم کار کوي، کېدای شي د راتلونکو انتخاباتو لپاره غېر سرکاري ادارې د خلکو پوهاوي لپاره کار وکړي، نو دا کېمپېن د انتخاباتو کمېشن په حکمت عملۍ کې هم شامل دی. او انتخاباتو کمېشن لا د وړاندې د خلکو د عامه پوهاوی زیاتولو لپاره کار کوي چې هغوی په ګڼشمېر کې خپل ووټ واچوي، په خاصه توګه په هاغه علاقو کې چې په ښځو د ووټ اچولو پابندې لګول کېږي نو د دې لپاره په قانون کې باقاعده سزا مختص ده،،

دغه رنګه نوموړې زېاته کړه،
،، له چا سره چې د نادره کارډ وي نو هغوی ووټ اچولای شې، اوس انتخابي فهرستونه د تېارۍ په مراحلو کې دي نو چې کله هغه تېار شې نو بیا موږ ته اندازه لګېدای شي چې څومره نر و ښځې ووټ اچولای شي.،،

د عوامي نېشنل پارټۍ مسرت شفېع اېډووکېټ وايي، هره ښځه د ووټ اچولو حق لري.

،،د پاکستان د آیین له مخې نر و ښځې دواړه د ووټ حقدار دي، او چې نارینه ووټ اچولای شي نو ښځې ولې نه. یو زنانه ته هم پکار ده چې د خپلې رایې اظهار وکړ، ووټ اچول په اصل کې د رایې اظهار دی. نو هرې ښځې ته پکار ده چې خپل ووټ استعمال کړي او په ښه طریقه سیاسي هلوځلو کې خپله برخه واخلي.،،

د سیاسي چارو کار پوه اجمل خټک کشر وايي، چې په یو جمهوري ملک کې د نر وښځې ووټ یو ډول ارزښت لري.

،،که په ملک کې تعلیم عام شې نو کېدای شي په خلکو کې یو بدلون او سوچ راشي، او د ښځو په ووټ اچولو کې هیڅ بدي نشته. کله چې مو ښځې ناروغه شي نو هسپتال ته یې نه بیایو، هغوی غم و ښادي ته نه ځي، نو چې هلته یې ستر نه ماتېږي بیا په ووټ اچولو کې څه مسله ده. او په کار ده چې خپلې ښځې له ووټ اچولو ونه دروو.،،

رابعه اکرم - مشال راډيو - اسلام آباد

XS
SM
MD
LG