د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د مزدورانو د ووټ ستونزې


رابعه اکرم

که څه هم ووټ اچول يو قامي فريضه ګڼل کېږي و دې ته د نړۍ په هر ګوت کې اهميت ترلاسه دې او اوس چې په يولسم مې ټولټاکنې کيدونکې دي او د اليکشن کميشن سره سره عام ولس هم د ووټونو اچولو يو جذبه لري او کوښښ کوي چې دوی به د ووټ په ذريعه غوره نماینده وټاکي.


خو داسې خلک هم شته چې يا د خوارې مزدورې او يا د نورو وجوهاتو له کبله د خپلو علاقو نه لرې دي او ټولټاکنو کې خپله حصه نه شي اچولې.

هم په دغه خلکو کې د ټرک ډرایوران هم شامل دي ، چې د ملک په مختلفو سيمو کې د کار په غرض سفر کوي.

باجوړ سره تعلق لرونکې اشرف خان وايې چې څنګه خپل ووټ اچولو له پاره د اسلام اباده باجوړ ته لاړ شي، يو خو غريبي ده او بل دا ليډران دې په کار نه راځي.
(( موږ خو به د خپلې مزدورې کوښښ کوو، غريبې مو ده، غربت دې ، زموږ هيڅ چاره باجوړ ته د تګ نه کيږي، مخکې مو زړه کيدو خو نن سبا چې کوم ليډران دي نو هغې ته ووټ ورکولو ته زموږ زړه نه کيږي. په موږ چې کوم تکليفات تير شول دوی زموږ پوښتنه نه دې کړې کله چې په موږ سخت حالات وو نو دوی په اسلام اباد کې ناست وو، اوس چې ووټ وخت راغلو نو وطن کې کيناسته. د چا نه په پيسو او د چا نه په چلونو او دهوکو غواړي. نو دې له وجې موږ خپل ووټ ورکول هم نه غواړو))

پرایويټ سيکټر کې نوکرې کونکې سهيل برکي وايې چې غواړي ټانک ته لاړ شي خو د ګاډو د نشتوالې له کبله ورته ګرانه ده چې خپل ووټ استعمال کړي.

((د ټولټاکنو اميدوارانو د ملک ټول ټرانسپورټ خپل قبضه کې اخيستې دی نو د دې له وجې د ترانسپورټ ډېره زياته مسله ده، پرون ما کلي ته د تلو اراده وکړه نو د ټرانسپورټ د کم والې له وجې زما ووټ په اسلام اباد کې پاتې شو . او زه اوس خپل ووټ نشمه اچولې او زه خپل د خوښې کانديد له اوس ووټ نشمه ورکولاى))

ژورنا لیسټان چې خپله هم د ټولټاکنو په ورځ ډيوټي کوي، په دوي کې ځني خبریالان ډيوټي سر ته رسولو کې د ووټ اچولو نه پاتي شي.

يو مقامي خبریال عماد يوسف زې مشال راډيو ته وويل چې هغه کوښښ کوي چې خپل مصروفيت نه لګ وخت اوباسي او خپلې علاقې ته ووټ اچولو له پاره لاړ شي.

((اليکشن کميشن هم د پوسټل بيلټ يو سهولت ورکړی وو خو د ډيوټې له کبله دومره وخت راته ترلاسه نشو چې اليکشن کميشن دفتر ته تللې وی. د مطبوعاتو د نوکرې خو خلکو ته مالومه ده ، د ټولټاکنو په ورځ ډېر غټ ټرانميشن روان وي. خو خپله به زما کوښښ وي چې سبا له لاړ شمه، نو خپل ووټ به واچومه ځکه چې بله لاره نشته، که دې ملک کې موږ امن غواړو ، خپله خوښه غواړو ، نو چې پنځه کالو له پاره دا سياستدانان موږ تورن کوو نو ښه نه ده چې لګ وخت اوباسو او خپل ووټ واچوو))


د دې تر څنګ په دفترونو ، کورونو او د ودانو په حفاظت معمور خلک هم نشي کوالاې چې خپل ووټ استعمال کړي، هم دغسي اسلام اباد ته کار له پاره راغلې يو ګارډ يا محافظ عبدالمنان وينا ده.

(( زما زړه ډېر غواړې ، او دا موږ اورو چې ووټ لازم دې چې استعمال شي. خو که ووټ اچولو له پاره موږ ځو نو موږ نه ډيوټي پاتې کيږي ، او که ډيوټي پريږدو نو بيا راته د بچو د پاره د روزې مسله جوړي دې شي.

نو موږ ته اوس مشکله ده چې د خپل ووټ استعمال وکړو ،،
د عبدالمنان د وينا سره سم که حکومت غوښتلې وې نو کوالاى يې شو چې د ملک په مختلفه سيمو کې کارکونکو خلکو له پاره يې د ووټ اچولو څه لاره جوړه کړې وې نو موږ به هم د خپلې خوښې اميدوار ته ووټ ورکړی وو.))
XS
SM
MD
LG