د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولادیمیر پوتین د ۲۰۱۸م کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه اخلي


د روس ولسمشر ولادمیر پوتین نور شپږ کاله په واک کې د پاتې کیدو لپاره د کال ۲۰۱۸ م د مارچ د میاشتې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د برخې اخستو اعلان کړی دی.

اوسني ولسمشر ولادیمیر د چارشنبې پر ورځ په یوه وینا کې وویل، په انتخاباتو کې به د روس د ولسمشرۍ د چوکۍ لپاره کاندید وي.

پوتین له کال ۱۹۹۹ راهیسې د وزیراعظم او ولسمشر په توګه واک په خپل لاس کې ساتلی دی.

د نوموړي له خوا تازه اعلان په څلورم ځل د هغه په واک کې د پاتې کیدو په اړه ګنګوسې سمې ثابتې کړي دي.

په څلورم ځل په واک کې پاتې کیدل به د هغه د واک اخیري دوره وي ځکه چې د هېواد د اساسي قانون له مخې یو ولسمشر پرله پسې تر دوو ځلو زیات په واک کې نه شي پاتې کیدې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG