د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د ځوانانو لپاره د لوبو سيالۍ جوړېږي


د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، روانه میاشت به په پېښور کې د ځوان کهول لپاره د لوبو سیالۍ او میلې جوړوي.

د چارشنبې پر ورځ مشال ریډیو ته د صوبې د کلتور د وزارت یو چارواکي جمشید بلوڅ وویل، روانه میاشت د بېلا بېلو میلو لپاره يې پلان جوړ کړی دی او د دسمبر په شپاړسمه نېټه به د بیډمنټن د لوبې چمپین شپ هم کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د پېښور د هر یونین کونسل ته به د لوبو د سامانانو اخستلو لپاره د یو نیم کروړ روپو مالي پنګې ورکوي.

چارواکي زیاتوي سیمه کې د ترهګرۍ د پېښو له کبله لوبې او د ځوانانو هلې ځلې اغیزمنې شوي دي او غواړي چې د دغه میلو له لارې کلتوري هلو ځلو ته وده ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG