د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سږ کال په زرګونه افغان ګډوال افغانستان ته ستانه شوي'


د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې تر اوسه تر پینځه لکه ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

سازمان د یوې خبرپاڼي په خپرولو ویلي چې دغه افغانان د نامناسبو شرایطو له کبله له ایران او پاکستانه وتلو ته اړ شوي دي.

د اعلامیې له مخې یوازي د روان کال په نومبر میاشت کې تر ۵۵ زره ډیر بې اسنادو افغانان یا په خپله خوښه او یا جبري له ایرانه وتلي دي.

دغه سازمان اټکل کوي چې په روان میلادي کال کې به له ایران او پاکستان څخه شاوخوا پینځه نیم لاکـه بې اسنادو کډوال افغانستان ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG