د اولمپېک لوبو نړیواله کمېټۍ وايي، د ۲۰۱۸م کال د ژمي په اولمپېک لوبو کې یې پر روس بندیز لګولی دی.
دا خبره د یادې کمېټۍ له خوا د سېشنبې په ورځ ناوخته په یو بیان کې شوې ده.
بیان لیکي چې پر روسیانو یې دا بندیز د دې تور له مخې لګولی دی چې هغوی د ریاست تر څارنه لاندې ممنوعه درمل کارولي وو.
بیان زیاتوي چې ځینې روسي لوبغاړي به په جنوبي کوریا کې کېدونکو لوبو کې تر کلکې څارنې لاندې برخه واخیستلای شي.
د اولمپک لوبو نړیوالې کمېټۍ د روس د لوبو پر پخواني وزیر ویتالي موتکو هم د ټول عمر لپاره بندیز لګولی دی چې په اولمپېک کې برخه نشي اخیستلای.
نوموړی اوس د روس مرستیال وزیراعظم دی.
د روس د بهرنیو چارو وزارت او د دې هېواد د اولمپېک کمېټۍ دواړو دا پرېکړه رد کړې او دا یې بې انصافي بللې ده.