د خيبر پښتونخوا نرښځيان وايي، په ټولنه کې ورسره کېدونکي ناسم چلند یې ژوند تنګ کړی دی.
دوی دا خبره د سېشنبې پر مازیګر د پېښور پریس کلب مخې ته د خپلو ستونزو د هواري لپاره په احتجاجي مظاهره کې کړې ده.
د نرښځیانو د حقونو لپاره د کارکوونکې غیر حکومتي ادارې – ټرانس ایکشن – غړی تیمور کمال وايي، په تاڼو کې د کېدونکو کېسونو پرتله د انصاف ترلاسه کېدو کچه ډېره ټېټه ده.
مظاهره چیانو تور پورې کړ چې پوليس هم له دوی سره د زور زياتي پرضد سمه قانون کارروايي نه کوي.
خو پوليس چارواکو که څه هم د دې احتجاج په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې داسې تورونه رد کړي دي چې ګواکې دوی د نرښځیانو مسلو ته پام نه کوي.