د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سړکغاړې چاودنې د جنوبي وزیرستان پنځه مشران وژلي


په جنوبي وزیرستان کې د سړک تر غاړې ښخ بم په چاودنه کې پینځه قبایلي مشران وژل شوي دي.

د پولېټیکل انتظامیې او استخباراتي ادارې چارواکو بېګا مشال راډیو ته وویل، پېښه تېر مازیګر په سپینکۍ سیمه کې هغه مهال وشوه چې د امن کمېټۍ مشر ولي جان مسود له څلورو قبایلي مشرانو مېوه خان، احمد ګل، زمان خان او اردل خان سره په ګاډي کې روان وو.

دوی وايي، په پېښه کې دوه نور مشران ژوبل شوي هم دي.

تحریک طالبان پاکستان مسود د حملې ذمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG