د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا و یروشلم ته د سفارت وړلو پرېکړه ځنډولې


د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د خپلې هغې پریکړې اعلان ځنډولی چې له مخې یې امریکا په اسراییل کې خپل سفارتخانه له تل ابیبه و یروشلم ته وړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند هوګن ګیډلي د دوشنبې پر ورځ وویل چې ښايي،دا پرېکړه په راتلونکیو ورځو کې اعلان شي.

ولسمشر ټرمپ ته د دسمبر تر څلورمې نېټې پورې له تل ابیبه و بیت المقدس ته د امریکا سفارتخانې د ځای بدلولو په اړه د پرېکړې لاسلیکولو مهلت ورکړل شوی وو.

چارواکو ویلي، کېدای شي چې ولسمشر ټرمپ سبا په یوه وینا کې بیت المقدس د اسراییل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپیژني.

دا ګام د فلسطینیانو ردعمل هم راپورلی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG