د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا استخبارتي ادارې مشر ايراني جنرال ته خبرداری ورکړی


د امریکا استخباراتي اداره وایي چې د ایران يو لوړ پوړي جنرال ته يې په لېږل شوي ليک کې خبرداری ورکړی چې په عراق کې د ايران ملاتړه ځواکونو له لورې د امريکا پر ګټو د هر ډول بريد ذمه واره به تهران ګرځوي.

د سي ای اې مشر مايک پومپيو د شنبې په ورځ د کليفورنيا د سيمي وېلي سيمه کې جوړې شوې غونډې ته ويلي چې مېجر جنرال قاسم سليماني به ښايې دا خط کله هم خلاص کړی نه وي خو ځکه يې ورلېږل غوښت چې ښاغلي سليماني داسې اشاره ورکړې وه چې دده ځواکونه ښايې په عراق کې د امريکا ګټې له ګواښ سره مخامخ کړي.

د ایران سرکاري خبري اژانس فارس د ایران د يوه لوړ پوړې پوځي چارواکي له قوله ويلي چې د دوي قومندان له ليک اخيستو انکار وکړ او وې ويل چې داسې هيڅ مشترک نشته چې ورباندې خبرې وشي.

چارواکي د خط د ترلاسه کېدو دقيق وخت نه دی ښودلی البته دومره يې وويل چې په دې وروستيو کې يې ترلاسه کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG