د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاهور کې د مذهبي ډلو احتجاجي ناسته ختمه شوه


په لاهور کې د تحریک لبيک يوې بلې ډلې خپله احتجاجي ناسته ختمه کړې ده

د تيرې میاشتې د ۲۵مې نېټې څخه یادې ډلې د خپل مشر ډاکټر اصف جلالي په مشرۍ احتجاج پيل کړې وو او له حکومته يې غوښتنه کوله چې د انتخاباتي سوګند کې د بدلون په اړه په اسلام آباد کې شوې لوظنامه دې عملي کړي.

د جمعې پر ماښام د پنجاب له صوبې وزيرانو سره د مذاکراتو وروسته یادې ډلې خپل احتجاج هغه وخت پای ته ورسوو چې حکومت ورته په لوظنامه د عمل باور ورکړ.

وفاقي حکومت په اسلام اباد کې د یادې ډلې يو بلې ډلې چې مشري یې خادم حسين رضوي کوله خپله احتجاجي ناسته له حکومت سره د پوځ په دریمګړیتوب د مذاکراتو وروسته ختمه کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG