د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبله ایاز: ترهګر زموږ راتلونکی نسل بې تعلیمه ساتل غواړي


د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز
د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز

د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل پر تعليمي ادارو وسله وال بريدونه غندلي او ويلي دي چې د دې هدف د راتلونکي نسل له تعليمه بې برخې ساتل دي.

دا څرګندونې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز د شنبې په ورځ له مشال راډيو سره په ځانګړي مرکه کې کړې دي.

ډاکټر قبله ایاز وايي ، غير رياستي عناصر په دې هڅه کې دي چې حکومتي عملداري چيلنج کړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:13 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په عین حال کې د پیښور پر زراعتي روزنيز مرکز د وسله والو لخوا تر بريد وروسته د پیښور پوهنتون ټولې تعلیمي ادارې تر نامالومه وخته تړل شوې دي.

د دسمبر پر لومړۍ نېټه پر یاد مرکز د پاکستاني طالبانو دريو وسله والو برید کړی وو چې پکې د اته زده کوونکیو په ګډون دولس کسان وژل شوي وو.

په وژل شویو کې یو د روزنیز مرکز څوکیدار او درې وسله وال وو. په برید کې ۲۲ نور ټپیان شوي هم وو.

تحریک طالبان پاکستان د برید ذمه واري اخستې ده او ویلي يې دي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې یو دفتر يي په نخښه کړی وو.

د پېښور پېښې یو عکس
د پېښور پېښې یو عکس

​بل خوا د قبایلي سیمو زده کوونکیو د شنبې په ورځ په پیښور کې د برید پرضد مظاهره کړې ده او له حکومته يې غوښتي چې پر تعلیمي ادارو او طالب علمانو دې د ترهګرو بریدونو مخه ونیسي.

د جمعې په ماښام د کورنیو چارو وفاقي وزیر احسن اقبال او د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګهړه په حیات اباد میډیکل کمپلیکس کې په برید کې د ټپي شویو پوښتنې له ورغلي وو او ورستو يي د امنیت په اړه د یوې غونډې مشري هم وکړه.

XS
SM
MD
LG