په افغانستان کې د ننګرهار ولايت چارواکي وایي چې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند سلطانزي مارکيټ ته څېرمه د شنبې پر سهار شاوخوا لس نیمې د چاودنو له امله دوه تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور یې ټپیان کړي دی.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي په دې اړه مشال راډیو ته مالومات ورکړل.
لومړۍ چاودنه په یوه ریکشه د ځای پر ځای شویو چاودونکو توکو له امله رامنخته شوه خو کله چې امنیتي سرتېرو د پېښې ځای ته ورسېدل، پرلپسې دوه چاودنې نورې رامنځته شوې چې له امله یې دوه تنه سرتېري ووژل شول او شپږ نور یې ټپیان شول.
د پېښې پړه تر دې دمه چا نه ده منلې.