د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور زرعي روزنيز مرکز په هغو لسګونو تعليمي ادارو کې شامل شو چې وسله والو طالبانوپه نښه کړي دي.

د جمعې د ورځې په بريد کې نهه کسان وژل شوي وو چې پکې اته زدکوونکي ول.

په څه باندې يوه لسېزه کې وسله والو طالبانو په خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې يا خو ښوونځي په باردو الوزولي يا يې ورباندې وسله وال بريدونه کړي دي.

خو په دې کې يې تر ټولو خونړی بريد په ۲۰۱۴ کال کې پر پېښور ارمي پبلک سکول کړی وو چې پکې تر ۱۴۰ زيات کسان وژل شوي وو چې زياتره يې ماشومان ول.

د ردالفساد عملياتو له کبله وسله وال کمزوري شوي ځکه اوس په داسې نرمو هدفونو پسې ګرځي چې زيات زيان اړولی شي. ملک نويد

تر هغه وروسته په ۲۰۱۶ م کال کې وسله والو طالبانو د چارسدې باچا خان پوهنتون په نښه کړ چې پکې د زیات شمېر طالبعلمانو په ګډون ۲۱ کسان و وژل شوي ول.

وسله وال ولې تعليمي ادارې په نښه کوي.؟

د خېبر پښتونخوا پخوانی چيف سيکريټري خالد عزير يې وجه د وسله والو د عصری تعليم د مخالفت سوچ بولي.

د ده په وينا وسله وال فکر کوي چې عصري تعليمي ادارې د خلکو ذهنونه له مذهبه بل لور ته اړوي.

خو په پاکستان او افغانستان کې داسې ديني عالمان هم شته چې پر تعليمي ادارو د وسله والو طالبانو بريدونه غير شرعي بولي.

پېښور: پر کرنیز روزنیز مرکز برید، نهه تنه وژلي

د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد په فاټا او خېبر پښتونخوا کې يو شمېر عمليات کړي دي.

هم دې ته په پام سره د دفاعي چارو پوه برېګېډيير سيد نذير وايي، وسله وال غواړي تعليمي ادارې په نښه کړي چې دارنګه د خلکو ولوله یا مورال را-کښته کړي.

ډېره مرګژوبله د هلکانو هاسټل کې شوې

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴م کال کې د وسله والو پرضد ضرب عضب عمليات وکړل.

خو کله چې سږکال د هېواد په مختلفو ځايونو کې ترهګر بريدونه زيات شول نو پوځ په ښارونو کې د وسله والو د پټنځايونو پرضد د ردالفساد په نوم نوي عمليات پیل کړل.

وسله وال غواړي تعليمي ادارې په نښه کړي چې په دارنګه د خلکو مورال را کښته کړي. سيد نزير

د خېبر پښتونخوا د پوليسو پخوانی مشر ملک نويد وايي چې د ردالفساد عملياتو له کبله وسله وال کمزوري شوي ځکه اوس په داسې نرمو هدفونو پسې ګرځي چې زيات زيان واړوي.

وسله وال طالبان وايي چې تعليمي ادارې ځکه په نښه کوي چې د دوی په ادعا هغه امنيتي ځواکونه د خپل مرکز په توګه استعمالوي خو پوځ دغه ادعاوي بې اساسه بولي.

XS
SM
MD
LG