د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی وزیر اعظم د شنګهای همکارۍ سازمان سرمشریزې ته ولاړ


وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په سوچي ښار کې د شنګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره نن د پنجشنبې ګهیځ روسیې ته روان شوې دی.

دا په سازمان کې د شریکو هېوادونو د مشرانو وړومبۍ غونډه ده چې پاکستان به پکې د یو مستقل غړي په توګه برخه اخلي. پاکستان سږ کال د جون په میاشت کې ددغه سازمان پوره غړی ومنل شو.

د پاکستان سرکاري ميډیا راپور ورکوي چې غونډه د غړیو هیوادونو ترمینځ د پرمختیا لپاره د همکارۍ موضوعاتو ته ځانګړې شوې ده.

وزیراعظم عباسي به د روسیې د وزیراعظم دیمیتري مدوېدېف له خوا په یوه مېلمستیا کې هم برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG