د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د اسیا زړه غونډې لپاره ازربایجان ته ولاړ


د افغانستان ولسمشر د اسیا زړه یا د استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په اوومه غونډه کې د ګډون په هدف نن مازدیګر د ازربایجان پر لوري روان شو.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوې خبرپاڼه کې راغلي محمد اشرف غني به په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت او د سیمي د همکارۍ په اړه خبري وکړي.

دې غونډي ته د آسیا زړه د پیاوړې سیمې پر لور د امنیت او اقتصادي اتصال او نوم ورکول شوی دی او د ازربایجان په پلازمېنه باکو کې د دوو ورځو لپاره ترسره کېږي.

د ولسمشر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ولسمشر به د دغه دوه ورځني سفر په ترڅ کې له ازربایجان سره څو تړونونه هم لاسلیک کړي.

"د دې سفر په جریان کې د افغانستان او اذربایجان د مشرانو په حضور کې د دواړو هېوادونو اړوند مسؤلین د پانګونې د ترویج او متقابل ملاتړ، د امنیتي او د قانون د تنفیذ، د دواړو هېوادونو تر منځ د هوایي خدمتونو د همکارۍ، په اقتصادي او تجارتي برخو کې د همکارۍ، د لوړو زده کړو او پوهنې په برخو کې د دوه اړخېزه همکاریو موافقت نامې لاسليک کړي."

په دې پلاوي کې د نورو چارواکو تر څنګ هم د ولسمشر ملګري دي.

د اسیا زړه هېوادونو– استانبول پروسه د افغانستان په وړاندیز د ترکیې په همکارۍ پیل شوه چې لومړی کنفرانس یې په ۲۰۱۲ کال کې په استانبول کې جوړ شو.

له ترورېزم سره مبارزه، سوداګري، سیمه ییزه اقتصادي همکاري، له پېښو سره مبارزه او د لوړو زده کړو په برخه کې همکارۍ هغه مهم اصول دي چې د اسیا زړه هېوادونو غړي یې یو یو په تطبیق مکلف ګڼل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG