د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښته دوام لري


د افغانستان د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ په وزیرو سیمه او شا وخوا کلیو کې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه لا هم دوام لري چې له کبله یې د ځايي خلکو په وینا په زرګونه کسان بې کوره شوي دي.

په عین حال کې د افغانستان د دفاع وزارت وايي، هلته یې د داعش او نورو وسله والو ډلو د ځپلو په هدف هوايي عملیات پیل کړي او مځکني ځواکونه هم سیمې ته استول شوي دي.

خو یوشمېر ځايي اوسېدونکي بیا وايي چې تر اوسه یې په هغو سیمو کې د حکومتي ځواکونو کوم خوځښت نه دی لیدلی چېرې چې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG