د بالي اورشیندونکي الوتنې ځندولې
د انډونیزیا په بالي ټاپو کې د اګونګ غره اورشیندونکی د نومبر له ۲۸ مې راهیسې پرله پسې اېرې دوړوي. یوه ورځ وړاندې د دې هېواد چارواکیو په دې اړه لوړه تیارسي اعلان کړې وه. که څه هم تر اورشیندونکي غره لاندې کلیوالې سیمې لا نه دي اغېزمنې شوې خو د انډونیزیا ټرانسپورټ وزارت د بالي نګورا رای هوايي ډګر د الوتنو پرمخ تړلی دی. د رویټرز ویډیو