په ننګرهار کې د وسله والو طالبانو یو پېژندل شوی قوماندان وژل شوی دی.
د ننګرهارولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې چې د دوشنبې پر ورځ خپره شوه، راغلي چې په غني خېلو ولسوالۍ د خادم په نوم دا وسله وال چې په داد الله مشهور و، وسله والوطالبانو وژلی دی.
داد الله د ننګرهار د نازيانو ولسوالۍ اوسيدونکى و.
خبرپاڼه وايي چې هغه د وسله والو طالبانو ترمنځ د اختلافاتو له امله وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په غني خېلو کې د دې پېښې په اړه خبرې نه دي کړې.