د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: له ترهګرۍ ځپلیو کورنیو سره نغده مرسته


نن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۶» په خوست کې هغو ۵۷ کورنیو سره چې په چاودنو، ځانمرګو بریدونو او نورو امنیتي پېښو کې يې خپلوان بایللي او یا معذوره شوي دي، نغدي مرسته وشوه.

د مرستو وېشلو په ځای کې د خوست مرستیال والي شېر بادشاه ارګوني مشال راډيو ته وویل، دوی ۳۰ هغو کورنیو ته چې خپلوان يې په پېښو کې وژل شوي، د دولت له ۹۱م کوډ څخه یو، یو لک افغانۍ او د پېښو له ۲۷ ټپیانو سره پنځوس، پنځوس زره افغانۍ مرسته وکړه.

د خوست مرستیال والي زیاته کړه چې دا پیسې د پيښو قربانیانو او ټپیانو ته د اکرامیې په ډول ورکول کيږي، خو وروسته معلولینو او شهیدانو ته کارتونه جوړيږي چې بیا هر معلول او د شهید کورنۍ ته په کال کې ۶۰ زره افغانۍ ورکول کيږي.

بل خوا د فیض محمد په نوم د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د مټا خان کلي اوسیدونکي چې پنځوس سره افغانۍ مرسته يې ترلاسه کړه، وویل په دې مرستې د دوی د ټپي شوي کس درملنه هم نه کيږي.

نوموړي زیاته کړه، څه موده مخکې يې د خوست لوبغالي سره نيږدې په ځانمرګي برید کې ميرمنې یو پښه دلاسه ورکړه، نو د دوی غوښتنه دا ده چې معلولینو او د شهیدانو کورنیو سره داسې مرستې وشي چې تر یوه بریده يې کورنۍ د نورو له محتاجۍ خلاصې شي.

د خوست چارواکي هم مني چې دا مرستې لږې دي، دوی په دې برخه کې د مرکزي حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG