د لاسرسي ځای

تازه خبر

'لازمه نه ده هغه ډلې ووهو چې امریکا ترهګرې ګرځولې'


د پاکستان بهرنو چارو وزارت ويانده تسنيم اسلم خان
د پاکستان بهرنو چارو وزارت ويانده تسنيم اسلم خان

د پاکستان بهرنو چارو وزارت وياندې تسنيم اسلم خان وايي چې د پاکستان لپاره لازمي نه ده، د هغو ډلو او يا کسانو پرضد کاروايي وکړي چې امريکا ترهګر ګرځولي وي.

د پاکستان بهرنو چارو وزارت وياندې تسنيم اسلم خان وايي چې د پاکستان لپاره لازمي نه ده، د هغو ډلو او يا کسانو پرضد کاروايي وکړي چې امريکا ترهګر ګرځولي وي.

د امريکا بهرنو چارو وزارت په يو بيان کې د پاکستان څلور تنظیمونه چې په کې جماعت الدعوه، انفال ټرسټ، تحريک حرمت رسول او تحريک تحفظ قبله اول راځي، د ترهګرو ډلو په لسټ کې شامل کړي دي.

د دې ترڅنګ د لښکر طيبه چې په ۲۰۰۱ کال کې ترهګره ډله ګرځول شوی وه، دوه غړي نذير احمد چوهدري او محمد حسين ګل د ترهګرو په فهرست کې اچول شوي دي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزرات وياندي د زيارت په ورځ اونيزي خبري غونډي کې د دغه امریکايي ګام په غبرګون کې وويل :

((د پاکستان لپاره به د يوې ډلي او يا د يو کس پرضد کاروايي کول هغه وخت لازمي وي چې ملګري ملتونه په خپل لسټ کې هغه کسان يا ډلي شاملې کړي. د يو رياست لخوا د ډلو يا کسانو پرضد د کاروايي مطلب دا نه دی او نه هم لازم دي چې پاکستان به هم د هغو ډلو پرضد کاروايي کوي. زه به په دې اړه نور مالومات راغونډومه چې ايا د دغو کسانو پرضد کوم تورونه لګېدلي دي.))

د امريکا بهرنو چارو وزارت د بيان ترمخه دغه څلور تنظمونه د لشکر طيبه متبادل نومونه دي او د بنديزونو نه بچ کيدو لپاره نومونه بدلوي. په اسلام اباد کې د سياسي چارو کارپو ايمل خټک وايي چې د امريکا لخوا دغه تنظمونه د بهرنې ترهګرو په لسټ کې شاملولو سره به پاکستان مشکلاتو سره مخامخ شي. خو نوموړي زياته کړه.

تر دې وړاندې امريکا د جومات الدعوه مشر حافظ سعيد ترهګر ګرځولی وو، او د نيولو لپاره يې د يو کروړ ډالرو اعلان یې هم کړي وو، خو حافظ سعيد په پاکستان کې ازاد ګرځي، او جلسونو کې برخې اخلي. په اسلام اباد کې د دفاعی چارو کارپوه طلعت مسعود وايي چې حافظ سعيد د پاکستان مثبت اړخ ته زيان رسوي.

((زما په اند دا د پاکستان په ګټه ده چې حافظ سعيد جلسو ته پرېنښودل شي، نوموړي د پاکستان هغه انځور عکاسي کوي چې د ممبۍ پېښې وروسته مسخ شوی وو. په دې کې د ډېر احتياط ضرورت دی، د پاکستان خپلې ګټې او ښه نوم لپاره پکار ده چې د دغو ډلو مخه ونيسي.))

کارپوه طلعت مسعود زياتوي چې جومات دعوه په پاکستان کې خيراتي کارونه کوي، نو همدغه وجه ده چې حکومت به په دې معامله کې غېر جانبداره وي، خو امريکا له افغانستانه وځي، او د داسې ګامونو له اخیستو سره پاکستان ته دا ښيي چې د ترهګرو پرضد له دغه هېواد سره ملګری دي.

XS
SM
MD
LG