دا راپور په ږغ کې واورئ

کله چې د سند صوبې لياقت طبي پوهنتون د طب زده کوونکې، نورين لغاري پر فيس بوک د بېلابېلو پاڼو او خلکو سره رابطې ساتلې نو هغې ته معلومه نه وه چې نوموړې ورو ورو د داعش يا اسلامي دولت وسله والې ډلې لاس ته ورځي. خو هغه خپل هدف ته تر رسېدو مخکې د تېر اپرېل په څوارلسم تاريخ د څلورو نورو مشکوکو وسله والو سره په لاهور کې ونېول شوه. نوموړې د اپرېل په ۱۷ نېټه، د پاکستاني پوځ له خوا خپرې شوې ويډيو کې وويل چې داعش وسله والو هغه د عیسایانو پر يو مذهبي پروګرام د ځانمرګي بريد لپاره غوره کړې وه. نورين همداراز مطبوعاتو ته وورسته وويل چې داعش هغه د فېس بوک له لارې د ځان ملګرې کړې وه.

پر بندېزونو سربېره فعاليت

د نورين سره شوې پېښې پاکستان کې پر ټولنيزو مطبوعاتو د وسله والو ډلو د شتون او تبلېغاتو په اړه اندېښنې لا زياتې کړي. دلته پر ټولنيزو مطبوعاتو د نظر ساتلو لپاره، تېرکال د انټرنيټي جرمونو مخنيوي (Cyber Crime Law) قانون جوړ شوی وو. خو د مشال رېډيو څېړنې ښئ چې پر دې سربېره هم پاکستان کې د ۶۵ ناقانونه ګرځول شوو ډلو څخه ۳۷ يې پر ټولنيزو مطبوعاتو خپل فعاليت جاري ساتلی دی. د دوی په تبلېغاتو کې د امنيتي ځواکونو خلاف بيانونه، د جنګي فعاليتونو ويډيو او تصويرونه خپرول شامل دي.‌

د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د پاکستان قامي ادارې (NACTA) مشر، احسان غني وايي دوی اوس په يوې داسې پاليسي کار کوي چې له مخې يې نه يوازې پر انټرنيټ بلکې په ټولنه کې هم د سخت دريځو د فکر خپريدلو مخنيوی وشي. د هغه په وېنا تر پراخو مشورو وروسته جوړې شوې دې پاليسي متن یې حکومت ته لېږلی چې تر تاييد وروسته به پرې عمل پېل شي.‌ نوموړي مشال ريډيو ته وويل: ((زه پخپله پر ټولنیزو مطبوعاتو د بندېز پر ځای د ترهګرو فکر په مقابل کې د متبادلو نظرياتو په وړاندې کولو باور لرم. موږ بايد خلکو ته ښکاره کړو چې سخت دریځې ډلې اسلام په غلطه کاروي. بايد د ترهګرو سوچ ته په سوچ شکست ورکړو.)) خو پاکستان د انټرنيټ چاڼول هم مهم بللي. دوه مياشتې مخکې د پاکستان کورنيوو چارو وزارت په يو رپورټ کې وويل چې ۴۵ ويب سايټونه او ۶۵ فيس بوک پاڼې يې د مذهب د غلط استعمال او فرقه ييزې کرکې پيدا کولو په تور بندې کړې دي. د فېس بوک خپرو کړو شمېرو تر مخه، اسلام اباد تېرکال له فېس بوک څخه د ۱۴۳۱ کاروونکو په اړه معلومات غوښتې وو.

پاکستان ۲۰۱۶ کال کې د انټرنيټي جرمونو مخنيوي (Cyber Crime Law) قانون جوړ کړ. د دې قانون لاندې ځيني ليکونکي په دې تور نېول شوي چې يا يې د پاکستاني پوځ پر کړنو نيوکې درلودې او يا یې هم مذهب ته سپکاوی کړی دی. د بشري حقونو ادارې او ځيني سياستوال پر دې قانون نيوکې کوي چې په سمه توګه نه کارېږي او حکومت پرې د بیان ازادې په تروړلو سره نيوونکې کوونکي مخالفين خاموشه کوي.

په سينيټ کې د ټيلي کميونيکیشن کمېټې مشر شاهي سيد وايي دوی په دې اړه د حکومتي چارواکو سره بيا بيا غونډې کړې دي. د هغه په خبره له حکومته يې بيا بيا غوښتنه کړې چې دا قانون دې د خپلو مخالفينو پر ځای د سخت دريځو ډلو د تبليغاتو مخنيوي لپاره وکاروي. هغه زياتوي: ((موږ په دې اړه سينيټ کې سخت بحثونه وکړل. دا لويه ستونزه ده. قانون چې د څه لپاره جوړ دی، د هغه لپاره نه کارېږي. دوی بايد هر شپږ مياشتې پس موږ ته د خپل فعاليت رپورټ راکړي خو داسې نه کيږي. دا قانون بايد سم استعمال شي.))

د معلوماتو خپرولو لارې چارې

د وسله والو له خوا تر ټولو ډېر کاريدونکي ټولنيز ویب سايټونه، فیس بوک او ټويټر دي خو مخکې تر دې چې د دوی مواد دې ويب سايټونه ته ورشي، د پېغام رسوونکو لارو څخه ويشل کيږي. مشال ريډيو سره خبرو کې د تحريک طالبان پاکستان يو غړي د نوم او اواز نه خپرولو په شرط وويل چې دوی ته لومړی پر زمکه موجود وسله وال ويډيو، خبرتياوې او تصويرونه د ايميل، وټس اپ، وايبر او ټيليګرام له لارې ورلېږي. وروسته يې دوی د بېلابېلو اکاونټونو پر مټ پر فیس بوک، ټويټر، يوټيوب او ځينو نورو پاڼو لکه آرکايو او Just Paste It مطبوعاتو او عامو خلکو ته رسوي.

د پاکستان او افغانستان پر پوله پرتو سيمو کې فعاله داعش وسله واله ډله د تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۰۵ کال د راديويي خپرونو په شان کله کله په ريډيو هم خپل بيان وړاندې کوي. خو د دوی دا خپرونې ځکه پاييداره نه دي‌چې وسله وال یې په فزيکي لحاظ په يو ځای کې نه شي پاتې کېدلی.‌ څېړونکي وايي همدا وجه ده چې دې او ځنيو نورو وسله والو ډلو په پرتله ییز ډول پر کمو خطر لرونکو، ټولنیزو مطبوعاتو تبلېغ کولو ته زور ورکړی. د ټيلي کميونيکيشن نړيوالې ادارې د ۲۰۱۶ کال شمېرې ښئ چې پاکستان کې اتلس فېصده خلک انټرنيټ کاروي چې ډېر شمېر يې ځوانان دي. د معلوماتي ټيکنالوژۍ پوهه او پاکستان کې د ډيجيټل رايټس په نامه ادارې مشره، نګهت داد وايي وسله وال له دې شمېرو خبر دي او ټولنيزو مطبوعاتو سره د خلکو په مينه هم پوهيږي. ((سخت دريځې ډلې له موږ څخه هم انټرنيټ ډېر او ښه استعمالوي. دوی انټرنيټ د پېسو پيدا کولو او ځوانان د ځان سره ملګري کولو لپاره په ډېره چالاکۍ کاروي.))

اقتصاد پوه افغان ولسمشر، ډاکټر محمد اشرف غني بيا بيا ويلي چې خراب اقتصاد د ترهګرې لپاره د خشاکو کار کوي. ځکه خو د څيړونکو په وينا وسله والو ډلو سره يو ځای کېدونکي ډېری ځوانان بې روزګاره کسان وي. د پاکستان پاليسي اصلاحاتو اداره په خپل رپورټ کې وايي چې ۲۰۱۶ کال کې د بې روزګاره خلکو شمېر پنځه اعشاريه درې ميليونه وو چې زياته برخه یې ځوانان دي. خو دا يوازې تولنيز مطبوعات يا سوشل مېډيا نه ده چې سخت دريځه پرې فعال دي بلکې د پاکستان بېلابېلو ښارونو کې ښکاره جلسې هم د دوی د دوامدار فعاليت نښې دي.

نوي نومونه، زاړه فعاليتونه

د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د پاکستان قامي ادارې (NACTA) پنځه شپېته وسله والې ډلې غيرقانوني اعلان کړې دي. همداراز په نړيواله کچه ترهګره ګرځول شوې، جماعت الدعوه ډلې په شمول څلور ادارې یې تر څار لاندې نيولې دي. کله چې کومه ډله غېرقانوني اعلان شي نو د نورو پابنديانو ترڅنګ د هغوی بانکي حسابونه بند شي او پر غړو يې د سفرونو بندېز ولګي.

خو ځينو ډلو په بدل نامه خپل فعاليتونه جاري ساتلي. بلخوا د جماعت الدعوه مشر، حافظ سعيد چې امريکا يې د نيولو لپاره لس ميليون ډالر انعام هم ايښی، دې وروستيوو کې پر خپل کور نظر بند شو خو ونه نېول شو. همداراز امريکا يو کشمیری جهادي مشر، سيد صلاح الدين هم په دې وروستيوو کې ترهګر اعلان کړ خو هغه خپل بيانونه ورکول ونه درول او د پاکستان پر ټيليويژنونو راښکاره شو.

د جماعت الدعوه ډله د فلاح انسانيت په نامه اداره هم چلوي. که څه هم پاکستان دا اداره تر څار لاندې ډلو ليسټ کې اچولې خو فعالیت يې نه دی ورختم کړی.‌ دا اداره د قدرتي آفتونو او نورو ستونزو پر وخت د خلکو مرسته هم کوي او وړيا روغتيايي خدمات هم وړاندې کوي. څېړونکي وايي‌ د خلکو زړونو ګټلو يوه طرېقه ده.

د امنيتي چارو پوه، پروفېسر حسن عسکري په وېنا پاکستان په ۲۰۱۵ کال کې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره قامي ايکشن پلان اعلان کړ. د هغه په خبره د دې پاليسۍ ترمخه بايد پاکستان پر خپلو وعدو عمل کولو سره د ټولو وسله والو پر ضد يو شان کاروايي وکړي. خو عسکري وايي د ځينو مجبوريانو له وجې داسې نه دې شوي. ((پاکستان د سختو امنيتي چيلنجونو سره مخ دی. دې ته په پام سره امنيتې ادارې مجبوره دي چې خپل هدفونه ډېر په پام انتخاب کړي. ځکه يې ځيني وسله والې ډلې لکه تحريک طالبان پاکستان يې ځپلې او ځينې نورې پاتې دي.))

عسکري زياتوي چې پاکستان کې سخت دريځي دومره ډېره ده چې د ځينو ډلو يا اشخاصو خلاف ګامونه اخيستل د خلکو غصه راپارولی شي خو هغه وايي که پر زمکه او سوشل مېډيا د وسله والو مخه ونه نېول شي نو دې سره دا سخت دريځي نوره هم ډېريدلی شي.

که څه هم اسلام اباد يې نه مني خو افغان او امريکايي چارواکي پر پاکستان د افغان طالبانو د ملاتړ تور پورې کوي. دوی وايي چې که د وسله والو خلاف بې توپېره کاروايي نه کيږي نو پاکستان به هم له ترهګرۍ څخه خوندي پاتې نه شي. ‌د ترهګرۍ مخنيوي لپاره قامي ادارې (NACTA) مشر، احسان غني وايي په دې خبره پوه دی او د دې لپاره غواړي چې پر انټرنيټ‌ او زمکه د سخت دريځۍ خورېدو مخنيوی وشي. هغه زياتوي: ((کومه ډله چې تر بندېز وروسته په بدل نوم فعاليت پېل کړي، موږ يې زر هغه نوې ډله هم غيرقانونه اعلان کړو. پخوا په ځينو ډلو سترګې پټېدلي خو اوس داسې نه کوو. اوس له امنيتي ادارو په مسلسل ډول د خپل فعاليت رپورټ غوښتل کېږي.))

پر ټولنيزو مطبوعاتو کې خلک کولی شي ځيني اکاونټونه او پاڼې د تشدد خپرولو پر بنياد رپورټ کړي. که د ټولنيزو مطبوعاتو ادارې مناسبه وګڼي نو دغسي اکاونټونه او پاڼې بندوي.

دا راپور په ږغ کې واورئ