د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مصر کې پر جومات برید تر ۲۳۵زیات کسان وژلي


مصري چارواکي او دولتي رسنۍوايي چې د سینا په شمال کې وسله والو کسانو پر یوه جومات په حمله کې تر ۲۳۵ کسانو زیات وژلي دي.


دولتي مطبوعاتو ویلي چې حمله د سینا له مرکز العریشه په څلوېښت کیلومټره واټن کې په پرته سیمه بیېرالعبد کې پریوه جومات وشوه.


په مصر کې نن حکومت درې ورځنی ویر اعلان کړی او ولسمشر عبدالفتاح السیسي له خپلو امنیتي چارواکو سره بېړنۍ غونډه کړې ده.


اسوشیېټېډ پرېس نن د درېو پولیسو په حواله ویلي چې بریدګر څلور تنه ول، په موټرو کې سپاره وو او د جمعې د لمانځه په وخت کې يې پر نمازیانو ډزې وکړې.


د مصر دولتي خبري اژانس مینا د چارواکو په حواله لیکلي چې او تر ۱۰۰تنو زیات زخمیان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG