د اروپايي ټولنې او د ختیځ شپږ ملګرو هېوادونو مشران نن په برسلز کې غونډه کوي چې موخه یې د ټولنې او د پخواني شوروي اتحاد د هېوادونو تر منځ اړیکي پراخول دي.
د نننۍ سرمشریزې مهمه برخه ښايي له ارمنیا سره د اروپايي ټولنې د زیاتو همکاریو توافق وي.
البته په دې موافقه کې د نورو هېوادونو لکه جارجیا، مالدووا او اوکراین په څېر د ازاد تجارت برخه نه شته.
د نورو هېوادونو په څېر ارمنیا هم په تېرو وختونو کې له اروپايي ټولنې سره د همکاریو پر موافقې خبرې کړې دي خو د هغه هېواد ولسمشر سېرژ سارکېسیان په ۲۰۱۳ز کال کې د روسیې د فشار له کبله له موافقې څخه ووت او وروسته یې د مسکو په مشرۍ د اورو اسیايي اقتصادي ټولنې پر توافق لاسلیک وکړ.
اروپايي ټولنې د ختیځ له هېوادونو سره د همکاریو پروګرام په ۲۰۰۹ز کال کې پیل کړ چې موخه یې د ختیځې اروپا او جنوبي قفقاز له شپږو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو ژورتیا او د اروپايي ارزښتونو دودول دي.