د غزني چارواکي وايي، یو شمېر طالب وسله وال بېګاه شپه د ښار پر امنیتي پوستو د برید پر وخت د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي او ژوبل دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري بېګا مشال راډیو ته وویل،د وژل شویو او ژوبلو وسله والو د شمېر په اړه کره معلومات نه لري.
ده وویل، امنیتي ځواکونو وسله وال په شا تمبولي.
افغان ځواکونو روانه اوونۍ د غزني په ده یک او ځېنو نورو ولسوالیو کې عملیات کړي دي.
وسله والو طالبانو د بېګانۍ چاودنې په اړه لا څه نه دي ویلي.