د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسماعېل خان دېره: له وسله والو سره نښته کې مېجر وژل شوی


بېګاه شپه په ډېره اسماعیل خان کې د وسله والو پرضد په عملیاتو کې د پاکستاني پوځ یو مېجر وژل شوی دی.

د پوځ عامه اړیکو څانګې ای اېس پي ار په وینا چې امنیتيو ځواکونو د ډېره اسماعیل خان په کلاچۍ سیمه کې عملیات وکړل چې پکې اتویشت کلن مېجر اسحاق وژل شوی.

ای اېس پي ار وایي چې مېجر اسحاق د خوشاب ضلعې اوسېدونکی وو.

په ډېره اسماعیل خان کې د مشال راډیو ځایي خبریال په وینا چې بېګاه شپه شا او خوا دولس نیمې بجې د امنیتيو ځواکونو د یوه وسله وال (تندلاري) قاري ظاهر شاه پر کور چاپه وهلې وه چې پکې مېجر اسحاق د ډزو په تبادله کې لګېدلی وو.

د ځایي خبریال په وینا چې دغه وسله وال د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

د مېجر اسحاق په جنازه کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او نور اعلا چارواکو ګډون کړی وو. د نوموړي جنازه د ډېره اسماعیل خان په پوځي چاوڼې کې وشوه.

د ډېره اسماعیل خان د کېنټ سیمې امنیت سخت کړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG