د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زېمبابوې ولسمشر رابرټ موګابې استعفا ورکړه


د زمبابوې ولسمشر رابرټ موګابې ویلي دي چې هغه په هېواد کې د واک د ارام انتقال لپاره له ۳۷ کلنې واکمنۍ استعفا کوي.

دا خبره د زمبابوې د پارلمان سپیکر جېکب موډینډا د سېشنبې په ورځ ناوخته د هغه لیک په لوستلو کې کړې چې د دوی په ادعا د موګابې دی.

په لیک کې د موګابې له خولې ویل شوي چې “زه رابرټ ګبریل موګابې د زمبابوې د اساسي قانون له ۹۶مې مادې سره سم په رسمي او دسم دستي توګه استعفی کوم”.

دا لیک په داسې وخت کې لوستل شوی چې د پارلېمان هغو غړیو خوشالي کوله چې د نړۍ تر ټولو لوی عمره ریاستي مشر، ۹۳ کلن روبرټ موګابې باندې د لګېدلیو تورونو سپیناوی غوښتی.

د زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې په خوښیو سره د موګابې د استعفا د اعلان هرکلی شوی دی.

په زمبابوې کې یوه اونۍ وړاندې پوځ له هغه وروسته مداخله وکړه چې رابرټ موګابې خپل اوږدمهاله مرستیال ولسمشر ایمرسن مننګاګوا لیرې کړ او پرځای یې خپله غېرمقبوله ۵۲ کلن مېرمن ګرېس موګابې وټاکله چې بیا تر ده وروسته ولسمشره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG