د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي ځواکونو سږ کال هوايي بریدونه زیات کړي


امریکايي ځواکونو په روان ۲۰۱۷م کال کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په افغانستان کې هوايي بمبارۍ درې چنده زیاتې کړي دي.

د جرمني خبري اژانس په یو رپوټ کې ویلي چې د روان کال د اکتوبر تر ۳۱ نېټې راټولې شوې شمیرې ښيي چې سږ کال د اکتوبر تر پایه امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د وسله والو پر اهدافو تر دري نیم زرو زیات بریدونه کړي دي.

اژانس لیکي چې د ۲۰۱۶ م کال په همدې موده کې د طالبانو او داعش پر اهدافو د ۱۳۰۰ په شاوخوا کې بریدونه شوي وو.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له اعلانه وروسته، هلته د وسله والو پر اهدافو امریکايي ځواکونو هوايي بمبارۍ په ناڅاپي توګه زیاتې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG