د لاسرسي ځای

تازه خبر

'طالبانو ته درې خوښې ګوري، تېښته، امن یا وژل کېدل'


په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونوعمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن باور څرګند کړی چې په دوو راتلونکیو کلونو کې به د افغانستان اتیا فیصده خاوره د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې وي.

نوموړي د دوشنبې پر ورځ له افغانستانه،د امریکا په دفاع وزارت پنټاګون کې خبریالانو ته په ویډیو کنفرانس کې دا ادعا هم رد کړه چې تر جګړې لاندې ولسوالیو شمېر درې برابره زیات شوی دی.

جنرال جان نيکولسن وویل،د جګړې په ډګر کې ډېر کم پر مختګ شوی خو دوی لیدلي چې افغان امنیتي ځواکونو ځیني ولسوالۍ بیرته نیولې دي.

د نوموړي په وینا د هغو ولسوالیو شمېر چې جګړه پکې روانه ده، ښايي یو څه زیات شوی وی،خو دوه یا درې برابره نه دی.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن زیاته کړه چې وسله وال طالبان درې لارې لري: تېښته، سولې ته حاضرېدل یا وژل کېدل. ​

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG