د افغانستان جمهوري ریاست وایي، په هېواد کې د مخدره موادو د تولید د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره یې عملیات پیل کړي چې په لومړۍ مرحله کې پکې د هلمند پرڅو ولسوالیو تمرکز شوی دی.
د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې د دغو هوایي عملیاتو چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت له ملاتړه هم برخمن دي، د هلمند په سنګین، موسی کلا، کجکي او نوزاد ولسوالیو کې، د مخدره موادو د پروسس او تولید ۸ مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
د هلمند د والي له مطبوعاتي دفتره بیا د دغو عملیاتو په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو مرکزونه هم په نښه شوي چې ټول ۱۵ د مخدره موادو د تولید او د طالبانو پټن ځایونه له منځه وړل شوي دي.
جمهوري ریاست د دغو عملیاتو په اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دغه راز ویلي چې د افغانستان سوله اوثبات دېته اړتیا لري چې د مخدره موادو په تړاو، د جرمي اقتصاد په وړاندې جدي مبارزه وشي.
مخدره مواد په افغانستان کې د جګړو د دوام یوه عمده سرچینه بلل کېږي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان حکومت د مخدره موادو د تولید د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره، دغه عملیات په داسې حال کې پیلوي چې تېره اوونۍ د ملګروملتونو د مخدره موادو او جرمونو ضد ادارې په خپل کلني راپور کې وویل چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د تېر کال په مقایسه، په افغانستان کې د تریاکو تولید په په بې سارې توګه په سلو کې ۸۷ او د کوکنارو کر په سلو کې ۶۳ زیات شوی دی.
پخواني معلومات:
د افغانستان جمهوري ریاست وایي، په هېواد کې د مخدره موادو د تولید د مرکزونو د لهمنځه وړلو لپارهیې عملیات پیل کړي چې په لومړۍ مرحله کې پهکې د هلمند پر څو ولسوالیو تمرکز شوی دی.
د جمهوري ریاست لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو هوایي عملیاتو چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د مأموریت له ملاتړه هم برخهمند دي، د هلمند په سنګین، موسی قلعه، کجکي او نوزاد ولسوالیو کې د مخدره موادو د پروسس او تولید اته مرکزونه لهمنځه وړل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې د افغانستان سوله او ثبات دې ته اړتیا لري چې د مخدره موادو په تړاو د جرمي اقتصاد په وړاندې جدي مبارزه وشي.
مخدره مواد په افغانستان کې د جګړو د دوام یوه عمده سرچینه بلل کېږي.
د افغانستان حکومت د مخدره موادو د تولید د مرکزونو د لهمنځه وړلو لپاره دغه عملیات په داسې حال کې پیلوي چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو ضد ادارې په خپل کلني راپور کې وویل چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د تېر کال په مقایسه په افغانستان کې د تاریاکو تولید په بېساري توګه په ۱۰۰ کې ۸۷ او د کوکنارو کر په ۱۰۰ کې ۶۳ زیات شوی دی.