د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان، عملیات او کډوال




ګل آياز، مشال راډيو

پراګ ــــ په قبايلي سيمو کې له مودو راهېسي د پوځي عملياتو له کبله په لکونه کورنۍ په کډه کولو مجبوره شوي دي. دا وخت هم د کورمې، خيبر او مومندو نه په زرګونو کورنۍ د خيبر پښتونخوا په بندوبستي علاقو کې جوړو کيمپونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

د قبايلي سيمو لپاره د افتونو نظم ادارې د شميرو ترمخه د باجوړ، مومند، خيبر، اورکزۍ، کورمه، جنوبي وزيرستان او د ايف ار ټانک نه درې لکه يو کم شپيتي زره کورنۍ د ناامنيو له کبله بي کوره شوي وو، په دې کې تر يو نيمه لکه زياتې کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.

همداراز داسي ګنګوسې دي چې په شمالي وزيرستان کې د وسلوالو پرضد پوځي عمليات کېدونکي دي، که څه هم د پوځي عملياتو حتمي پريکړه نه ده شوې، خو کارپوهان وايي د دې عملياتو په نتيجه کې به په زرګونه کورنۍ بې کوره شي، په اسلام اباد کې د سیاسي چارو شنونکی ايمل خټک وايي د پخوانيو پوځي عملياتو او اړۍ ګړۍ له کبله په لکونو خلکو کډې کړې وې او د شمالي وزيرستان ممکنه اپرېشن به د کډوالو ستونزي لا نورې زياتې کړي.

ايمل خټک زياتوي، ((کله چې په شمالي وزيرستان کې د اپرېشن اوازه خپره شوه نو د دې سيمو نه خلکو بنو او نور علاقو ته کډې وړل پيل کړې، دا ګنګوسې چې اپرېشن کيږي نو لازمي خبره ده، د دې په نتیجه کې به خلک بې کوره کيږي. که څه هم حکومت داسې خبرو ته اشاره ورکوي چې دا اپرېشن به په محدود ځايونو کې وي، خو اپرېشن، اپرېشن وي نو ما ته داسې ښکاري چې د دې په نتيجه کي به خلک د ويرې نه خپل کورونه پريږدي.))

د ايمل خټک په وينا د حکومت لخوا د شمالي وزيرستان اپرېشن په نتيجه کې بې کوره کيدونکو د ژوغورنې لپاره ګامونه نه تر سترګو کېږي، بلخوا د بي کورو شوو کورنیو لپاره کاروکونکي غير سرکاري ادارې دا دريځ لري چې له مخکي نه بي کوره شوو کورنیو سره مرستې په هغه ډول نه کيږي چې څنګه په کار دی. په پيښور کې د يو غير سرکاري ادارې سرډ مرستيال مشر محمد وصال وايي له کډوالو سره په مرستو کې له ډيرو چېلنجونو سره مخامخ دي، او امنيت تر ټولو زياته لويه ستنونزه ده.

دي وايي، ((ځای پر ځای چېک پوسټونو له کبله سامانونو وړلو کې ستونزې لرو. په هنګو کې او يا هم سده کې د کډوالو لپاره سامان وړولو په لاره کې ډير زيات چېک پوسټونه وي، له دې علاوه چې کومه لاره استعمالوو نو پر هغې طالبان وي، په هنګو کې د شعيه او سنيانو ترمنځ شخړه روانه ده، دا ټولې هغه مسلې دي او په دې کې امينت تر ټولو مهمه مسله ده.))

د غير سرکاري اداري سرډ مرستيال مشر محمد وصال زياتوی چې مرستندويه ادراو سره د سهولتونو نشتوالی دی، او حکومت هم ورسره مرستې نه کوي، د ده په وينا له کيمپونو باهر هم زيات کډوال ژوند کوي، او هغوی مرستو ته اړتيا لري. خو حکومتي ادارې وايي له هر قسمه حالاتو لپاره تيار دي. په پيښور کې د قدرتي افتونو نظم اداري وياند عدنان خان په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو فيصله نه ده شوې.

دی زياتوي ((چې کله هم اپرېشن کيږي نو هغوی باقاعده موږ ته وينا کوي. که چرې په شمالی وزيرستان کې د اپرېشن له کبله خلک بې کوره کيږي نو د هغوی کومک لپاره زموږ اداره موجوده ده. د دې ترڅنګ د قبايلي سيمو خپله اداره او نړيوال مرستندويه ادارې هم د مرستو لپاره موجودې دي.))

د غير سرکاري ادارو کارکونکي او کارپوهان وايي په دي وروستيو کې نړيوالو مرستندويه ادارو د پاکستان لخوا د مرستو په ځواب کې د په خلاص مټ مرستې نه وې کړې، که چرې په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات کيږي او خلک بيا بې کوره کيږي نو په کار ده چې حکومت له مخکي نه دغه چېلنجونونه په نظر کې وساتي او په ښه ډول خلکو سره مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG