د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعدالحریري او اېمانول مېکرون پر سیاسي بحران خبرې وکړې


سعدالحریري او اېمانول مېکرون
سعدالحریري او اېمانول مېکرون

د لبنان وزيراعظم سعد الحریري د فرانسې ولسمشر اېمانول مېکرون سره د سیاسي بحران په اړه خبرې کړي. نوموړي د خالي په ورځ له سعودي عربه فرانسې ته ولاړ.

سعد الحريري د خالي په ورځ د لبنان ولسمشر سره له پيرسه پر ټيلي فون خبرې هم کړي. د لبنان ولسمشر په خپله ټويټر پاڼه ليکلې چې سعد الحريري به د چارشنبي په ورځ خپل هيواد ته ستون شي او د لبنان د خپلواکۍ د ورځې لمانځلو په جشن کې به برخه واخلي.

سعد الحريري د خالي په ورځ ناوخته پيرس ته له رسېدو وروسته د فرانسې ولسمشر سره ملاقات کړی او په سيمه ییزه حالاتو يې ورسره خبرې کړي.

د فرانسې ولسمشر اېمانول مېکرون د نومبر په ۱۷مه ويلي وو چې دوی به په پاریس کې د ښاغلي حریري هرکلی د لبنان د وزیراعظم په توګه وکړي. نوموړي تمه څرګنده کړې وه چې هغه به راتلونکیو ورځو يا اونيو کې بيرته بيروت ته ستون شي.

د فرانسې ولسمشر هڅه کوي په سیمه کې منځګړیتوب وکړي چې په لبنان کې د ایران پلوه او سعودي ملاتړو کمپنیو تر منځ د پراکسي جګړې مخه ونیسي.

سعد الحريري د نومبر په څلورمه په سعودی عرب کې په تلویزوني وينا کې له وزيراعظمۍ استفعی ورکړې وه چې له وجې يې لبنان جدی سياسي بحران سره مخ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG