د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله: واشنګټن له کابل سره همکارۍ ته زیات پام کوي


دافغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د امریکې دفاع وزیر جیمز میتیس
دافغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د امریکې دفاع وزیر جیمز میتیس

د افغانستان اجرايیه ریس وايي، د امریکا نوې پالیسي د افغانستان د حالاتو په اړه مخکښ رول لوبوي او په واشنګټن کې له کابل سره همکارۍ ته زياته توجو ورکول کيږي.

عبدالله عبدالله د خالي په ورځ په کاناډا کې د هالیفکس امنیتي فورم د غونډې ترڅنګ، په یوه بحث کې وویل، کابل تل ډاډ درلود چې امریکا خپلې حقیقي ګټې له افغانستان سره په همکارۍ کې تړلې ګڼي خو اوس زیات وضاحت رامنځ ته شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، کله چې دافغانستان مسئله یادیږي، د ولسمشر ټرمپ یا د امریکا د ادارې پالیسي مخکښ رول لوبوي.

د هالیکفس نړیوال فورم په غونډه کې د لږترلږه 300 هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG