د لاسرسي ځای

تازه خبر

ظفر الاسلام: په جنوبي وزیرستان کې طالبان متوازي حکومت نه لري


د جنوبي وزيرستان پوليټکل ايجنټ ظفر الاسلام وايي چې په سیمه کې د وسله والو طالبانو د متوازي حکومت خبرونه ولس او حکومت دواړه ردوي .

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه د احمدزی وزيرو قام بيړنۍ جرګه هم کړې ده.

دا له هغه وروسته ده چې څو ورځې مخکې ځينو رسنيو او نشریاتي ادارو داسې خبرونه خپاره کړي وو چې په جنوبي وزير ستان کې د وسله والو طالبانو متوازي حکومت چلېږي.

په دې خبرونو کې ویل شوي وو چې طالبانو پر خلکو د سندرو ويلو ، اتڼونو او کلتوري هلو ځلو بنديز لګولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG