د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتونخوا کې د ایډز ناروغي زیاته شوې


د خیبر پښتونخوا د ايډز ناروغۍ مخنیوي اداره وايي چې په یاده صوبه کې په ایډز ناروغۍ د اخته ثبت شوو ناروغانو شمېر تر ۳۴۰۰ سوه زیات شوی دی.

د يادې ادارې مشر ډاکټر کليم د نومبر پر۱۷مه په پېښور کې يوې خبري غونډې ته وویل چې په صوبه کې د دې ناروغۍ د اغيزمنو غير رجسټر کسانو شمير تر یو لک هم زیات دی.

ډاکټر کلیم زیاته کړه چې خلک د روایاتو او شرم له وجې ځانونه نه رجسټر کوي او د ضروري معاينو علاج نه ډډه کوي.

داکټر کليم زیاته کړه چې دا مهال په صوبه کې د دې ناروغې د تشخيص په اړه دوه مرکزونه دي چې يو په کوهاټ او بل په پېښور کې دی.

نوموړي وویل چې دوی به د دې وژونکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره په صوبه کې پنځه نور مرکزونه هم جوړوي.

پاکستاني چارواکي وايي چې په ټول ملک کې په دې ناروغۍ د اخته ثبت شوو ناروغانو شمېر تر ۱۳۰۰۰۰ هم زیات دی.

پاکستانیو چارواکو د اکتوبر په میاشت کې وویل چې په ملک کې د ایچ ایوي اېډز شرح مالومولو په لړ کې ترسره شوې سروې له مخې هلتهپه یاده ناروغي د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

د ۲۰۱۶-۱۷ کال دا سروې د پاکستان قامي اېډز کنټرول پروګرام د ملګرو ملتونو د اېډز مخنیوي څانګې او د ګلوبل فنډ په مرسته په درویشت ښارونو کې تر سره شوې وه.

د ملګرو ملتونو اړونده ادارې ویلي دا سروې ښيي چې په پاکستان کې اېډز په خطرناک پړاو کې دی خو د پاکستان د اېډز کنټرول پروګرام اداره وايي ، دوی پرعزمه دي چې تر ۲۰۳۰ م کاله به دا ناروغي ختمه کړي.

XS
SM
MD
LG