د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زمبابوې حاکم ګوند غواړي ولسمشر موګابې له واکه لېري کړي


د رپوټونو په حواله، په زمبابوې کې د حاکم ګوند «زانو پي اف» مشران نن پر داسې پرېکړه لیک کار کوي چې پر اساس به یې تر یکشنبې پورې ولسمشر رابرټ موګابې له دندې لیرې کړل شي.

په پرېکړه لیک کې به همدا راز په هغه صورت کې چې موګابې له واکه له لیرېکېدو انکار وکړي، د هغه د استیضاح مقدمه جوړه شي.

رویټرز خبري اژانس نن د زانو پي اېف ګوند د یوه مهم غړي په حواله لیکلي چې پر پرېکړه کار حتمي دی.

هغه ویلي چې که موګابې سرزوري وکړي او له واکه لیرې نه شي، ګوند به یې د یکشنبې په ورځ له واکه لیرې کړي.

د زېبمابوې پوځ نن وویل چې پر دې مسئله له ۹۳ کلن رابرت موګابې او د هغه له مېرمنې ګرېس سره خبرې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG