د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس د شام په اړه د امریکا پرېکړه ویټو کړه


روسیې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا لیکلی هغه پرېکړه لیک ویټو کړی دی چې پکې په شام کې د کیمیاوي وسلو د بریدونو په اړه د پلټنو د قانوني مودې غځولو غوښتنه شوې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلې بېګا سمدستي پر مسکو انتقاد وکړ او ویې ویل چې له دې اقدامه ښکاري چې روسیه د شام په شپږ کلنۍ کورنۍ جګړه کې د کیمیاوي وسلوله کارولو سره هېڅ مشکل نه لري.

فرانسې هم د روسیې پر اقدام انتقاد وکړ او ویې ویل چې اوس په شام کې د کیمیاوي وسلو د بیا کارولو واقعي ګواښ موجود دی. سویډن دا ویټو ډېره خواشینوونکې وبلله.

روسیې پر ۲۰۱۱ز کال د جګړې له پیل راهیسې په ملګرو ملتونو کې د شام په اړه ۱۰ قراردادونه رد کړي دي. د امنیت شورا پینځه پاخه غړي امریکا، روسیه، چین، برتانیا او فرانسه د ویټو یا د پرېکړه لیکونو د ردولو واک لري.

تېر مازیګر په امنیت شورا کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ په شام کې د کیمیاوي وسلو په بریدونو کې د ککړو خواو معلومولو په اړه د ګډو پلټنو د مېکانېزم د مودې غځولو په اړه رایې واچول شوې. د دې پلټنو د واک موده بېګا نیمه شپه پای ته ورسېده.

تېر ماښام روسیې یو مخالف پرېکړه لیک امنیت شورا ته وړاندې کړ. له دې سره به هم د پلټنو قانوني موده غځول شوې وای خو په دې کې له پلټونکې ډلې غوښتنه شوې چې خپلو موندنو ته بیا کتنه وکړي.

خو روسیې خپل پرېکړه لیک پر امریکايي قرارداد تر رایې اچونې مخکې بېرته واخیست.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG