د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغانستان تعلیمي نصاب بیا-کتنه پکار ده'


نوموړي تېر مازیګر په ارګ کې د پوهنې له سرپرست وزیر ابراهیم شینواري سره ولیدل او ویې ویل چې متخصص ټیمونه باید د نصاب په اړه کار وکړي او په دې برخه کې د مدني بنسټونو او د ښځو نظرونه هم واخلي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، په غونډه کې شینواري د تعلیمي کیفیت د ښه کولو لپاره خپل پلان ولسمشر ته وړاندې کړ.

خبرپاڼه زیاتوي، اشرف غني ټینګار وکړ چې د پوهنې ریاستونه باید غیر سیاسي وي او سیمه ییز چارواکي یې باید په چارو کې لاسوهنه و نه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG