د کونړ په چپه درې ولسوالۍ کې د واورې کمر د ښویېدو په پېښه کې اته کسان وژل شوي دي.
د کونړ امنیه قومندان جمعه ګل همت د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، پېښه تېر مازیګر د چپې درې په بهادر کلي کې شوې.
دی زیاتوي، په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په کونړ او شاوخوا سیمو کې له څو ورځو راهیسې بارانونه او واورې اورېدلې دي.