د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزیو کې د هاوان مرمۍ چاودلو یو ماشوم وژلی


د پولېټېکل انتظامیې یوه چارواکي بېګا مشال راډیو ته وویل، پېښه د پنجشنبې پر ورځ د کوزې اورکزیو په اتمانخېلو کې شوې.

دی وايي، یوه اووه کلن ماشوم له کوره دباندې د هاوان له ګولې سره لوبې کولې چې چاودنه وشوه.

په قبایلي سیمو کې د ناامنیو او پوځي عملیاتو له کبله ځمکلاندې بمونه او ناچاودېدلې مرمۍ موندل کېږي چې د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG