د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې پارلېمان د رسنیو په اړه یو قانون منظور کړ


د روسیې پارلېمان په غوڅ اکثریت یو قانون منظور کړی دی چې له مخه به يې حکومت د میډیا هغه ادارې په نښه کوي چې له بهره مالي مرستي اخلي.

د قانون د منظوریدو نه څو ساعته وروسته د روسیې د انصاف وزارت د ازادی اروپا د ريډیو دریو څانګو ته خبردارې ورکړی دی.

دا نه دي ویل شوي چې دغه ادارې به له کوم رقم بندیزونو سره مخ شي خو د پارلېمان غړي وايي چې له بهره مالي مرستې ترلاسه کوونکې د میډیا ادارې به د خپل کار او مالي مرستو په اړه مالوماتو ورکولو ته پابندی وي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي دا قانون به په روسیه کې د ميډیا د ادارو لپاره یوه سخته ضربه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG