د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې پر پولیسو او باجوړ کې پر امنیتي پوستو بریدونه وغندل شول


د پاکستان د قامي سلامتۍ کمیټۍ په بلوچستان کې په پولیس چارواکیو او باجوړ کې په امنیتي پوسته بریدونه غندلي دي او یو ځل بیا يې د ترهګرۍ پرضد جګړې ته د دوام ورکولو ژمنه کړې ده.

د کیمټۍ غونډه د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ وشوه.

په دې غونډه کې د کورنیو او بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د بحري او هوايي ځواکونو سرلښکرانو هم برخه واخسته.

کمیټې په مینځني ختیځ کې د روانو حالاتو په رڼا کې د سیمه ایز امنیت جاج واخست او بلوچستان او قبایلي سیمو کې يې امنیتي وضعې ته کتنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG