د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه:د پولیسو مشر په ګډون څلور کسان ووژل شول


په کوټه کې په یو وسله وال برید کې د پولیسو لوړ پوړې چارواکی او د هغه د کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.

پولیس وايي، بېګاه شپه د ایس ایس پي محمد الیاس ګاډې د کوټې په نوي کلي کې په نخښه کړل شوې دی.

په دې برید کې د هغه ښځه،زوې محمد عدیل ایډوکیټ او یو رور هم وژل شوي دي او نمسۍ یې ټپي شوې ده.

وسله وال په موټرسایکلونو سواره وو او په تیخته کې بریالي شوي دي.

تیره اونۍ په کوټه کې د پولیسو ایډیشنل انسپکټر جنرل حامد شکیل او دوه نور چارواکي هم وژل شوي وو.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني دبرید ذمه واري منلط ده.

بلخوا په بلوچستان کې وکیلانو د محمد عدیل ایډوکیټ د وژنې پرضد په ټوله صوبه کې د کاربندیز اعلان کړی دی او په سیمه کې د امنیت په ځای کولو غوښتنه یې کړی ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG