د لاسرسي ځای

پښتانه هم لکه د نورو انسانان دي ــ زړه لري، ځیګر لري، ضمیر لري ـــ د خوشالۍ او خپګان ادراک او احساس لري ــ ارمان لري، وجدان لري ــ وطن يې هم ښایسته دی ــ خاوره يې خماري ده ـــ زړه يې مست دی، فکر یې تاند او تپاند دی ــ هم دغه وجه ده چې سندره، موسیقي، اتڼ ــ د پښتنو د ټولنیز ژوند یوه مهمه برخه ده ــ د هغوی د ولسي کلتوري تاریخ تسلسل دی ــ د هغوی د اظهار وسیله ده.

د پښتنو په خاوره د مذهب په نوم تر سیاسي لوبې وړاندې د دوی اکثریت صوفیان وو ــ په هرکلي کې د یو بزرګ مزار وو، د یو شهید څلی وو او هم دغه یې د راټولیدو، مېلو او غونډو ځايونه ول. دغه مزارونه یوازې روحاني مرکزونه نه وو، کلتوري ادارې هم وې ــ دغلته به د اختر شوقدر په موقعه د موسیقۍ محفلونه کېدل ــ ټپې چاربیتې به ویل کېدلې ـــ او د ستړي روح د ارام او قرار سامان به یې لټولو.

د پښتنو اشر-غوبل د موسیقۍ بغیر، د ډول سرنا د سازونو او سرونو بغیر نیمګړی ووــ د دوی د حجرو بې له ربابه- منګي تصور نه شو کېدلی، د دوی شاړې مېرې او درې د یاقربان او یکه زار په اهنګونو مستې او ښایسته وې ــ خو نه د دوی مذهبي عقیدې ته څه خطر وو او نه ننګ ناموس ته !

سازونه جرم او سندره کفر شوه ــ خو د انسانانو وژنه او د کورونو ورانول ثوابونه وګرځېدل ــ پښتانه له اقتصادي او سیاسي بحران سره سره له کلتوري او روحاني بحران سره هم مخامخ شو ـــ د ژوند سندره د مرګ په لومه کې ګېره شوه ــ جنګ لا پاي ته نه دې رسیدلې ـــ کیسه لا نیمګړې پرته ده ــ اوس هم د کنډر شوې حجرې په ګوټ کې مات رباب پروت دی ــ یوه ورځ خو به راشي، څوک ادم خان به یې راواخلي او د ژوند د لازواله سندرو سازونه به پرې وچېړي!​

ناڅاپه د نوو عقیدو او نوو فکرونو توپان راغلو او د خلکو د مذهبي عقیدو تلل شروع شو ــ ته مسلمان یې، ته کافر یې، ته ایجنټ یې، ته غدار یې ــ او داسې نور القابونه او خطابونه مخې ته راغلل ــ سندره مړه شوه، سازونه تېزندي شو، رباب مات شو، منګی ګونګ شو، ګودرونه د بارودو په لوګي کې پټ شول، حجرې شاړې شوې او د ګناه او ثواب داسې تصور مخې ته راغلو چې ژوند له خپلې پټلۍ پرېووت!

په افغانستان کې خونړۍ جګړې هنرمندان، موسیقاران او سندرغاړي بېکوره کړل، کډوال یې کړل او لکه د وچو پاڼو یې په جهانونو وشیندل ــ څه بهر ولاړل، څه ووژل شو، چا هنر پرېښود او څه په پېښور او کوټه کې دېره شول ــ دغه هنرمندانو نه یوازې له ځان سره سازونه او سندرې راوړې وې بلکې د خپل تاریخ پوره بابونه یې هم راوړي وو ـــ دا د مینې او امن خلک وو، داسې خلک وو چې د انسانیت په عظمت یې یقین لاره، خپل ژوند یې په غم لړلی وو خو نورو خلکو یې خوشالۍ ورکولې.

د وطن په نوو جوړښتونو کې د هغوی ځای ځکه نه وو چې ریاستونو ته د هنرمندانو نه د ټوپک مارانو ضرورت وو ــ بیا هم هغوی د دغې خاورې سندرې، سازونه او یادونه ژوندي وساتل ـــ سندرغاړي یوازې سندرې نه وایي بلکې د یو قام د کلتوري اثاثې او د ولس د یادونه حفاظت هم کوي ـــ

دغه اور چې د کابل او کندهار په سینه بل شوی وو ــ پېښور، سوات او وزیرستان ته هم راورسېد ـــ د موسیقۍ په دکانونو بریدونه وشو، حجرې او د لوبو میدانونه په بمونو وویشتل شو، سازونه جرم او سندره کفر شوه ــ خو د انسانانو وژنه او د کورونو ورانول ثوابونه وګرځېدل ــ پښتانه له اقتصادي او سیاسي بحران سره سره له کلتوري او روحاني بحران سره هم مخامخ شو ـــ د ژوند سندره د مرګ په لومه کې ګېره شوه ــ

جنګ لا پاي ته نه دې رسیدلې ـــ کیسه لا نیمګړې پرته ده ــ اوس هم د کنډر شوې حجرې په ګوټ کې مات رباب پروت دی ــ یوه ورځ خو به راشي، څوک ادم خان به یې راواخلي او د ژوند د لازواله سندرو سازونه به پرې وچېړي!

XS
SM
MD
LG