د افغانستان حکومت وايي، د اشیا فاونډېشن نومي ادارې له خوا د په ډاګه شوو ستونزو د هواري لپاره به ګامونه پورته کړي.
د افغان ولسمشر اشرف غني یو ویاند نجیب ازاد بېګا مشال راډیو ته وویل ،حکومت به په عملي ګامونو او هر اړخیزو اصلاحاتو د هغو ستونزو د هواري هڅه وکړي چې د اسیاء فاونډېشن ادارې د یوې نظر پوښتنې په ترڅ کې په ګوته شوي دي.
ايشیا فاونډېشن د سېشنبې په ورځ د افغانستان په ۳۴ ولایونو کې د تر سره شوې خپلې کلنۍ نظرپوښتنې پایلې خپرې کړې.
په دې نظر پوښتنه کې زیاتو افغانانو خپل راتلونکي ته هیله مندي ښودلې خو د وسلوالو فعالیتونه، بیکاري، اداري فساد او د ژوند د اسانتیاوو نیشتوالي په ګډون د یو شمېر هغو ستونزو یادونه هم شوې ده چې خلکو ترې ناخوښې ښودلې ده.