د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالرازق: د وسله والو برید د کندهار او هرات د لویې لارې تړلو هڅه وه


د افغانستان د کندهار ولایت د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق وايي په میوند ولسوالۍ کي پر امنیتي پوستو د طالبانو تازه بریدونه د کندهار او هرات تر منځ د لویې لارې د تړلو هڅه وه.

جنرال عبدالرازق دا خبره د سېشنبې په ورځ د جګړې سیمې ته د سفر پر مهال مشال راډیو ته کړې ده.

ده وویل، په هغو سیمو کې به ډېر زر چڼیز عملیات تر سره شي چې وسله وال پکې پټنځایونه لري.

دا له هغه وروسته ده چې د سېشنبې په شپه سلګونو وسله والو د هلمند له مرکز څخه د کندهار تر میوند او ژیړۍ ولسوالیو پورې په یو وخت پر ۱۶ امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرازق په وینا په دې بریدونو کې ۲۲ افغان سرتیرياو تر ۴۵ زیات طالبان وژل شوي خو یوه پوسته هم وسله والو نده نیولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG