ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، دا ۱۲ ورځې رښتیا هم ډېر سترې ورځې وې او ده پکې ډېر ښه ملګري جوړ کړي دي.
دا خبرې نوموړي د سېشنبې په ورځ د فیلیفین له پلازمېنې منېلا څخه امریکا ته د سفر پر مهال په ځانګړې الوتکه کې خبریالانو ته کړې دي.
ولسمشر ټرمپ په منېلا کې د جنوب ختیځې اسیا هېوادونو د سازمان په سرمشریزه کې ګډون کړی وو.
نوموړي وویل، فکر کوي چې د کار ګټې به یې ډېرې مثبتې وي.
نوموړي وروسته اټکل وکړ چې ډېر ژر به اعلان کړي د ۳۰۰ اربو ډالرو تجارتي تړونونه یو کهرب ته ورسوي.
ولسمشر ډونلډ ترمپ د سېشنبې په ورځ د اسیان سرمشریزې تر رسمي پیل وړاندې روان شوی خو د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن د هغه پرځای په دې غونډه کې ګډون کړی دی.