د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په کندهار کې ۲۲ پولیس او ۴۵ وسله وال وژل شوي"


د افغانستان د کندهار ولايت امنیتي چارواکي وايي چې په میوند او ژړۍ ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ۱۵ پوستو د وسله والو طالبانو په بريد کې ۲۲ پولیس وژل شوي دي.

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند مطیع الله نن (سېشنبه) مشال راډیو ته وویل وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته پر دغو پوستو بريد پیل کړ چې تر نن سهار وختي يې دوام وکړ.

د هغه په خبره په ځوابي بریدونو کې ۴۵ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

بلخوا په دغو نښتو کې ۱۵ پولیس او ۳۵ وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي

بلخوا افغان چارواکي ادعا کوي چې د افغانستان د کونړ ولايت پر سرحدي ولسوالیو د پاکستان له غاړې د دوشنبې پر شپه د توپونو مرمۍ ویشتل شوي دي.

د کونړ امنیه قومندان پاسوال جمعه ګل همت نن سېشنبه مشال راډيو ته وویل چې د پاکستان له غاړې ویشتل شوې مرمۍ په دانګام، شولتن، خاص کونړ او مرورې ولسوالۍ لګېدلي او درې کسان یې ټپیان کړي دي.

د همت په خبره په یادو ولسوالیو کې د دغو بریدونو په سبب خلکو ته مالي تاوان هم اوښتی دی.

پاکستان تر دې دمه په دې اړه څه نه دې ويلي خو تېره ورځ د دې هېواد پوځ وویل چې له افغانستان سره پر پوله د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې لږ تر لږه ۸ وسله وال او دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستانيو سرتيرو د وژلو مسوليت تحريک طالبان پاکستان منلی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG